امنیت

ملاعثمان له خپلو پنځوتنو افرادوسره يې ووژل شو.

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

دخوست ، پکتيا ، غزني  اودميدان وردګو په ولايتونوکې  دافغان ځواکونو په څو جلا جلا عملياتو کې څوتنه مخالفين وژل شوي دي او يوه اندازه مهمات او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو دقوماندانۍ  مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ  په تيرو څلرويشتو ساعتوکې ددغې قوماندانۍ دمنسوبينوله خوا ددغو ولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ عمليات ترسره شوي دي  چې له امله يې دوه تنه ماين ايښودونکي  چې غوښتل يي  دخوست ولايت  دصبريو ولسوالۍ په واټ کې  ماين ځاى پرځاى کړي ورباندې بريد شوي دي او وژل شوي دي .

دغه راز دوه تنه نور له مخالفينوسره دهمکاري په ګومان نيول شوي دي .

خبرځاى زياته کړه  دوسله والو مخالفينو يو قوماندان ملاعثمان له پنځو تنو افرادوسره يي  د ٢٠٣ تندر قول اردو دقوماندانۍ دمنسوبينو له خوا دميدان ورد ګوولايت په سيداباد ولسوالۍ کې ديولړ عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي او څلورکلاشينکوفونه ، يو توغندي ويشتوونکي او دغه راز يو کرولاموټر يي دهيواد امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

خبرځاى وايي چې دولت څلورتنه وسله وال مخالفين  د٢٠٣ تندر قول اردو ددويمې لوا ددويم کنډک دمنسوبينو له خوا هغه وخت دپکتيکاولايت  په برملي ولسوالۍ کې ووژل شول چې غوښتل يي  دسړک جوړولو  په يو خصوصي شرکت بريد وکړي.

په خبرکې ويل شوي دي  دغه راز  د ٢٠٣ تندر قول اردو دقوماندانۍ دلومړۍ لوا  دڅلورم  کنډک دمنسوبينو له  خوا دخوست ولايت په دوه منده ولسوالۍ کې ديولړ عملياتو په ترڅ کې  دوسايطو يو ماين  ،. درې توغندي ويشتونکي ،  دزيکو يو ديرش ګولۍ  او درې سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي  ترلاسه شوي دي.

دغه راز دغزني ښار په مربوطاتو کې ددغې قوماندانۍ ددويمې لوا دلومړۍ کنډک دمنسوبينو له خوا اته بوري کيمياوي توکي اويوه اندازه پوځي تجهيزات  ترلاسه شوي دي چې دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا