امنیت

ملي اردوپه قندهار کې له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړه

کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو له هغوسلو کورنيو سره چې د وروستيو جګړو له امله بېځايه شوي دي خوراکي اوغير خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دغو مرستو کې وريجې، لوبيا، غوړي، بوره، چاى، فرشونه اوشړۍ شته.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کورنى د دوى په سيموکې د وسله والوطالبانو د شتون او فعاليتونوله امله بيځايه شوي او په ښارکې ځاى پرځاى شوي دي چې بشري مرستو ته اړتيا لري.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې دوره کې له هغو سلو کورنيو سره مرسته شوې ده چې د جګړې له امله له خپلو کورونو څخه بيځايه شوي دي.
د اتل قول اردو وايي چې له اړو کورنيوسره د مرستې بهير دوام لري.
ختم(_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا