امنیت

ملي امنیت د انسان تښتوونکو د یوې شبکې غړي ونیول

کابل / د مرغومي ۴ / باختر
د ملي امنیت ریاست موظفینو په یولړهدفمندوعملیاتوکې یوه نجلۍ په پکتیا کې د انسان تښتوونکوله منګولوڅخه وژغورله او د یوې شبکې غړي يې ونیول.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ملي امنیت ادارې نن د یوې خبرپاڼې په لېږلوسره ویلي ډي، د ملي امنیت ریاست د ځانګړو قطعاتوځواکونو پرون په یولړهدفمندوعملیاتوکې د انسان تښتوونکو د یوې شبکې غړي چې د نعمت الله په نوم رهبري کېدل، ونیول شول او یوه نجلۍ چې د دوی له لوري تښتول شوې وه وژغورله.
دغه نجلۍ ۴۰ ورځې مخکې تښتول شوې وه، د دې د آزادولو په بدل کې له کورنۍ څخه يې ۵۰۰ زره افغانۍ غوښتو وو او په ٤٠ورځوکې د دغې نجلۍ ځای بدلاوه په پای کې دغه نجلۍ د دوی له منګولوڅخه وژغورل شوه او کورنۍ ته يې وسپارل شوه.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا