ټولنه

موافقه ليک لاسليک شو

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٧:

دټولنې اوقانون ترعنوان لاندې موافقه ليک  نن په بغلان ولايت کې  لاسليک شو.

دغه موافقه ليک دبغلان ولايت داستيناف محکمې رييس قضاوتپوه  مولوي محمدرحيم کريمي ددغه ولايت  دراډيو تلويزيون له امرسره لاسليک کړ.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  ددغه موافقه ليک له مخې دبغلان ولايت  داستيناف محکمې رياست مکلف دي چې په هرو پنځلسو ورځو کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالې دبندولو دقانون ، اساسي قانون ، له نشه يي توکو سره  دمبارزي  دقانون  اوپه هيواد کې دنورو نافذو قوانينو دبيانولو په لاره کې دعامه  ذهنونو دروښانولو په خاطر تلويزيوني خبري وکړي اود راډيوتلويزون آمر مکلف دي چې له کوم ځنډ پرته دثبت شويو مادو دمحتوياتود خپرولو اوثبت په مقصد اقدام وکړي.

دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې رحيمي ظريفي  ددغه موافقه ليک  دهرکلي په ترڅ کې  په بغلان ولايت کې دښځو اوماشومانو پرخلاف  دتاوتريخوالې اودجرمونو اساسي اومهم عامل په قوانينو اومقرراتو دخلکو دپوهې دکچې ټيټوالې وباله.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا