امنیت

ناوې ولسوالۍ د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوه

کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو له شتون څخه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د پاکولو خبر ورکړ.
په ناوې ولسوالۍ کې د ډآر اچونې ضد عمليات څه ناڅه ١٠ ورځې مخکې د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون او د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ پوځيان پرون ناوخته په دې بريالي شول چې د ناوې ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والوطالبانوله شتون څخه پاکه کړي .
د هلمند امنيه قوماندان جنرال ولي جان سرحدي باختراژانس ته وويل چې د ملي اردو او د ملي پوليسوځواکونو د وسله والوطالبانو له شتون څخه د ناوې ولسوالۍ له پاکولو وروسته د امنيتي پوستو په جوړولو بوخت دي .
دا په داسې حال کې ده چې په ناوه کې د وسله والوطالبانو شتون او فعاليتونه او وروستى جګړې د دې سبب شوي دي چې په سلګونوکورنى د قندهار ښار ته بې ځايه شي چې دغه کورنى د اوسېدو ځاى، خوړو، جامو، درملواو پيسو ته اړتيا لري .
جنرال سرحدي له بېځايه شويو کورنيو څخه وغوښتل چې په ارامۍ سره په ناوې ولسوالۍ کې خپلوکورونو ته ستانه شي .
ټاکل شوې ده چې په ناوې ولسوالۍ کې له مياشتو مياشتو وروسته د بيا رغاونې او پرمختيا بهير او حکومتوالى په عادي ډول له سره پيل شي .
ختم_ ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا