امنیت

ننګرهار کې يو زيات شمېرغيرالکولي مشروبات کشف شول

٢١- کابل/ د ليندۍ١٢مه/ باختر
يو زيات شمېرغيرالکولي مشروبات چې له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي و د هېواد په ختيځ کې کشف شول.
د يادوغيرالکولي مشروباتو په اړوند يو پاکستانى نيول شوى دى.
د رارسېدلوخبرونو له مخې، دغه غيرالکولي مشروبات د قريشي په نامه د پاکستان په يو شرکت کې توليد شوي دي او ټاکل شوې وه له ګمرکي محصول پرته د افغانستان بازارونو ته وړاندې شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل: له نيول شوي سړي سره ٩ زره بوتله غيرالکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.
سره له دې چې افغانستان ته له بهرملکونو څخه د قاچاقي محصولاتو د مخنيوي په مقصد زياتې هلې ځلې دوام لري خو بيا هم له ګمرکي محصول پرته محصولات دهېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا