خبرونهروغتیا

نهه تنه د کرونا له امله مړه شول

٢٦- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت نن په هېواد کې د کرونا ويروس د ١٤٠ نويو مثبتو پېښو او د دغې ناروغى له امله د ٩تنو د مړينې خبرورکړ .
د باختراژانس دخبرله مخې ؛ په افغانستان کې د کرونا ويروس د نويو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٥٢١٤٧ تنو ته رسېدلى دى .
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ٩ تنو په مړينې سره په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر ٢١٧٩تنو رسېدلې دى او د روغو شويوکسانوشمېر ٤١٦١٠تنو رسېدلۍ دى .
د عامې روغتيا وزارت مسوولين له خلکو غواړي چې وقايوي تدبيرونه رعايت کړي چې د کرونا د زياتې خپرېدو مخه ونيول شي .
د هوا په سړېدو سره د دې ويره شته چې په دغه ويروس د اخته کسانوشمېر زيات شي.
په همدې حال کې د نړى د روغتيايي سازمان رييس د کرونا د نوي ويروس له امله خبردارى ورکړى دى او نړى يې له نويو ستونزو سره د مخ کېدو لپاره تيارى ته رابللې دى .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا