خبرونهټولنه

هغه کسان چې د شاطواو اق رباط د غاښې په لاره بند پاتې وو، وژغورل شول

کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د باميانو له پېښو سره د مبارزې رياست د شاطو او اق رباط د غاښو په لاره د بندو کسانو د ژغورنې خبرورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د باميانو د پېښو پرخلاف د مبارزې رياست عملياتي برخې، هغه سپرلۍ چې د واورې د اوريدو او توپان له امله د شاطو او اق رباط په غاښو کې بند پاتې وو، وژغورل.
دغه سپرلۍ او باروړونکي موټرونه د باميانو- دايکنډي د شاطوغاښې او د باميانو- سيغان د اق رباط په غاښې په لاره کې بند پاتې و.
د اق رباط د غاښې د پاکولو کار دوام لري او ډير ژر به د خلکو پرمخ پرانستل شي.
خو د شاطو غاښې تراوسه پورې بند دى له سپرليوغوښتل شوي دي چې تر بيا خبرتيا پورې په دې لارې د سفر هوډ ونه لري .
ختم_ شکريه _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا