نړۍ

هنداونيپال له تروريزم سره په مبارزه کې داطلاعاتو په ليږدونه کې همکاري کوي

هند اونيپال پرون  ديو موافقه ليک په لاسليک کولو سره وپتيله  چې دتروريزم پرخلاف دمبارزي  په اړوند داطلاعاتو په راکړه ورکړه او دغه راز ددواړو هيوادونو په سرحدي سيمو کې دهندي تقلبي  نوټونو يا اسعارو  په کشفولو  او هم  په ډير لنډ وخت کې دنشه يي توکوپرخلاف مبارزه کې له يوبل سره همکاري وکړي.

ددغه موافقه ليک له مخې چې ددواړو هيوادونو دکورنيو چارو دوزارتونو دمعينانو له خوا لاسليک شو  نوي ډيلي   دپوليسو په روزنه  او نيپال ته دسپرليو دتګ راتگ لپاره دهوايي سفر  په مقصد داسانتياو دبرابرولو په لاره کې  مرسته کوي.

ددواړو هيوادونو رسمي مقاماتو په دې اړوند  په نوي ډيلي کې دوه ورځني خبري ترسره کړي  اودسرحدي جرمونو دکنټرول اوپه تيره بيا دنشه يي توکو اودوسلو اومهماتو دقاچاقو دکنټرول لپاره دسرحدي ځواکونو دهمکاري دزياتوالې په گډون دامنيتي همکاري په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا