تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

وزیران او پارلمان

کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
ولسي جرګې ته د نوماندو زیرانو د پروګرامونو د وړاندې کولو لړۍ پرون پیل شوه او د بهرنیو او کورنیو چارو او مالیې وزارتونو نوماندانو خپل پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل او د دغو پروګرامونو په اړه یې د ولسي جرګې د غړیو پوښتنې ځواب کړې. نن هم د ملي دفاع، عدلیې او لوړو زده کړو نوماند وزیرانو خپل پروګرامونه وړاندې کړل. وزیران د پارلمان له فلتره د تېرېدو په پړاو کې دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو د وړاندې کولو بهیر پرون په ښه او منظمه توګه پيل شو. ښایي دا بهیر څو ورځې وخت ونیسي او بیا به د ولسي جرګې غړي نوماند وزیرانو ته د رای ورکولو صندوقونه ږدي. اوس ټول مسوولیت د ولسي جرګې د غړیو پر اوږو پروت دی. دوی باید دا موضوع ښه درک کړي چې افغانستان ډېرې فعالې، نوښتګرې کابینې ته اړتیا لري، داسې کابینې ته چې هغه لوړو ملي ګټو ته ژمنه وي او د کار کولو وړتیا او ظرفیت ولري.
اوس افغانستان له خورا سترو آزمونونو سره لاس او ګرېوان دی. د سولې بهیر پر مخ وړل، د فساد پر خلاف مبارزه، د دولتي بنسټونو پیاوړي کول، د زېربناوو بیارغول، په اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د مثبتو بدلونونو رامنځ ته کول، خلکو ته د آرام او سوکاله ژوندانه د اسانتیاوو برابرول، د اوبو مهارول، د شاړو ځمکو آبادول، له ګاونډیانو او نورو هېوادونو سره د اړیکو تعریفول او تنظیمول – دا او ورته نورې ګڼې دندې د افغانانو مخې ته پرتې دي.
د دغو دندو ترسره کول، ساده او آسانه کار نه دی. د دغو دندو په سرته رسولو کې د وزیرانو نقش او ونډه مهمه ده. لکه پورته چې وویل شول یوازې ژمن، هڅاند او نوښتګر وزیران کولای شي چې دا دندې سر ته ورسوي او هېواد له اوسني کړکېچه وباسي. اوس د دې وخت دی چې د هر نوماند د شخصیت ځانګړنې په ډاګه شي او دا خبره سپینه شي چې آیا دغه یا هغه نوماند وزیر هڅاند او نوښتګر دی او که نه؟ لوړو ملي ګټو ته ژمن دی او که نه؟ آیا د دغه وزارت د دندو د ترسره کولو وړتیا او ظرفیت لري او که نه؟ آیا د پورته یادو شویو دندو د ترسره کولو ځواک لري او که نه؟ ښایي ځیني وپوښتي چې دا به څنګه معلومه شي؟ دا کار ډېر ساده او اسانه دی. د تحصیلي سندونه او کاري تجربه له وکیلانو سره شته. هر وکیل باید دا سندونه په ډېر ځیر او دقت مطالعه کړي، ویې څېړي او یوازې د قانون او لوړو ملي ګټو په رڼا کې پرې قضاوت وکړي. د وزارت د نوماند لپاره تر ټولو مهمه خبره ستراتېژیک لرلید دی؛ یانې دا چې یو نوماند د خپل اړوند وزارت لپاره کوم پروګرام لري او که نه. د ستراتېژیک لرلید څرک موږ د هر نوماند وزیر په وینا کې موندلی شوو. د هر نوماند وزیر وینا په حقیقت کې د هغه د ستراتېژۍ ښکارندویي کوي.
مهمه خبره دا ده چې د ولسي جرګې غړي په دغو ورځو کې ځانونو ته لږ تکلیف ورکړي او د هر وزیر وینا په ډېر دقت او غور واوري او بیا یې په اړه قضاوت وکړي. د ملت هیله دا ده چې د ولسي جرګې غړي د رای ورکولو پر مهال په هېڅ ډول د سمتي، سیاسي، ژبنیو، مذهبي او نورو ملحوظاتو تر اغېزې لاندې رانه شي او یوازې هر نوماند ته یوازې د اساسي قانون، لوړو ملي ګټو او د نوماند د کاري وړتیاوو په پام کې نیولو سره رایه ورکړي. موږ هم نوماند وزیرانو ته او هم د ولسي جرګې غړیو ته په دغه ستر ملي او تاریخي آزمون کې د بریاوو هیله کوو.
پای/ن.ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا