امنیت

وسله والو طالبانو په سمنګانو کې روغتيايي کلينیکونه وتړل

۲۶- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
وسله والو طالبانو په سمنګانو کې لسګونه روغتيايي مرکزونه وتړل.
د کوزه دره صوف ولسوال عبداليقين احمدي باختر آژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو په سمنګانو کې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې ۳۵ روغتيايي مرکزونه د ډاکټرانو د معاشونو د نه ورکولو او د روغتيايي تجهيزاتو او سون توکو د نشتوالي په دليل له يوې مياشتې راپدېخوا تړلي دي.
احمدي زياته کړه چې په سمنګانو کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مسووليت د اميد موسسه په غاړه لري او د یادو روغتيايي مرکزونو په تړل کېدو سره د سيمې اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ شوي دي او خپل ناروغان مزارشريف او يا ايبک ښارونو ته لېږدوي.
په سمنګانو کې د اميد دفتر ولايتي مسوول ډاکـر عبدالکبير انور د څو روغتيايي مرکزونو تړل کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې د راپورونو له مخې وسله والوطالبانو د ډاکـرانو د معاشونو د نه ورکولو په پلمه کلينیکونه تړلي دي.
هغه زياته کړه چې ټاکل شوې ده په روانه اوونۍ کې د ډاکـرانو پنځه مياشتني معاشونه ورکړل شي.
ويل کېږي د روغتيايي مرکزونو د پرانیستلو په خاطر له مخالفينو سره خبرې دوام لري.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا