وسلې او مهمات تر لاسه شول

کابلباختردمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه
دملي اردو منسو بينو پرون د ننګر هار ولايت د خوږ ياڼيو ولسوالۍ د کو نړ ولايت دڅوکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يي د تصفيوي فعاليت په بهيرکې يوه ا ندا زه وسلې او مهمات ترلاسه کړل
د ملي دفاع وزارت مطبو عا تي دفتر د باختر اطلاعا تي اژانس ته خبر ورکړ په تر لاسه شويو وسلو اومهما توکې څلور کلاشينکوفو نه ، د کلاشينکوف لس شا ژورونه ، دوه تو مانچې ، يوه ايکم مخا بره ، د ملي اردو دوه جوړي يو نيفورم اود ډول ډول وسلو يوه ا ندا زه ګو لۍ شته .
ديو بل خبر له مخې د ملي اردو منسو بينو دهلمند ولايت دسنګين او موسى کلا ولسواليو په مر بوطاتو کې دامنيتي دندودتر سره کولو په بهيرکې شپږ ماينو نه اود کند هار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې څوارلس ماينو نه کشف او شنډ کړل
يوه اړونده خبرځاى وويل د زا بل ولايت د ميزان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي دندو په بهير کې د ملي اردو يو تن منسو ب شهيد، او يو تن بل ټپي شو اود ملي اردو درې تنه منسو بين دلغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ اود هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ټپيان شوي دي