خبرونهامنیت

يوتن له نشه يي توکوسره ونيول شو

٤٣- کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
په ننګرهار کې يو تن د نشه يي توکو د قاچاقو په وخت کې ونيول شو.
دغه سړى نن سهار کله يې چې غوښتل څه د پاسه سل کيلوګرامه نشه يي توکي قاچاق کړي د اچين ولسوالۍ بازار ته څيرمه ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې له دغه سړي څخه څه د پاسه سل کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
نيول شوى سړى دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يوموټر کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه پاکستان ته قاچاق کړي.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا