خبرونهروغتیا

يوشمېرروغتيايي پروژې سره مدغم کېږي

٤٥- کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
د عامي روغتيا وزارت په پام کې لري چې ٥٤ روغتيايي پروژې سره مدغم کړي.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې: د عامې روغتيا وزير ډاکتراحمد جواد عثماني د روغتيايي پروژوله مسوولانو سره په کتنه کې له هغوى څخه وغوښتل هغه موازي جوړښتونه چې د پروژو له لارې په روغتيايي سيستم کې جوړ شوي دي او زيات کلونه کېږي چې له اغيزمنتوب پرته دوام لري بايد دغه پروژې د روغتيايي سيستم په اساسي جوړښتونو سره د روغتيا له برخې سره يوځاى شي.
دعامې روغتيا د وزير د څرګندونوله مخې؛ په دغه وزارت کې ٥٤ موازي پروژې شتون لري سره له دې چې دعامې روغتيا وزير څرګنده نه کړه چې دغه پروژې کومې دي خو په دغه وزارت کې د موازي پروژو د شتون په اړه خبرې اورېدل کېږي چې په ځينو مواردو کې د اداري فساد سبب شوي دي .
دعامي روغتيا وزير د دغو پروژو له مسوولينو وغوښتل چې د دغه پروژو په اړوند هر اړخيز جزييات وړاندې کړي.
ډاکترعثماني د دغو پروژو پر ادغامولو ټينګار وکړ او ويې ويل؛ له اساسي روغتيايي سيستم سره د يوشمېر روغتيايي پروژو ادغامول د روغتيايي خدمتونوپه وړاندې کولو کې د اغيزمنتوب او د مالي منابعو د له منځه تللو د مخنيوي سبب کېږي.
پاى \ ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا