خبرونهفرهنګ

يونسکو د تاريخي آبداتو د ملي لابراتوار د جوړولو په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري کوي

۴۱- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د يونسکو د فرهنګي برخې له مسوول سره په کتنه کې، د تاريخي آبداتو د ملي لابراتوار د جوړولو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميم رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي هم حاضر وو، د تاريخي آبداتو د ملي لابراتوار د جوړولو او د هرات د پنځم منار د ټينګښت په کار کې د يونسکو د همکاريو په اړوند خبرې وشوې.
وروسته پوهاند باوري د يونسکو د فرهنګي برخې له مسوول سره د تاريخي آبداتو د ملي لابراتوار د امکاناتو او سيمې په اړه چې په کابل کې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوه اړونده ساحه کې جوړ شي، موافقه وکړه.
په همدې ترتیب د هرات د پنځم منار د ټينګښت پروژې په کار کې يونسکو ته پر ونډې ورکولو چې ټاکل شوې ده هوکړه لیک يې په نږدې راتلونکي کې د آغاخان له فرهنګي بنسټ سره لاسليک شي؛ هم موافقه وشوه.
وروسته د يونسکو د فرهنګي برخې مسوول په فرهنګي برخو کې د دغه بنسټ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د خپلو زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.
ختم-ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا