خبرونهامنیت

يوه ښځه په بلخ کې د خپل ميړه د وژنې په شک ونيول  شوه

کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر

د بلخ پوليسو په دغه ولايت کې د يوې ښځې په ګډون ٣ کسان د وژنې په شک ونيول.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باخترآژانس ته وويل:  د يادې قوماندانۍ منسوبانو يوه ښځه او ٢ نارينه دهغې د ميړه د وژنې په شک د مزارشريف ښار له مربوطاتو څخه ونيول.

هغه زياته کړه د نيول شوې ښځې ميړه په  مرموز ډول وژل شوى او مړى يې  د سرې او بريښنا  سيند کې اچول شوي و.

ده زياته کړه نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې پرخپل جرم اعتراف کړى دى.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا