خبرونهامنیت

يوولس طالبان په ننګرهارکې په هوايي بريد کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي٢٠مه / باختر
په ننګرهار کې په هوايي بريد کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول.
د وسله والو طالبانو پر دوو پټنځايونو تېره شپه هوايي بريدونه وشول.
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل په دغو هوايي بريدونو کې د دغې ډلې د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون ١١وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې پرې هوايي بريدونه وشول.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو بريدونه زيات شوي دي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا