خبرونهامنیت

يو تروریست په فراه کې ونيول شو

۱۸- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
د فراه امنيتي ځواکونو په عملياتو کې هغه سړى ونيو چې غوښتل يې يو دولتي کارکوونکی ترور کړي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د عملياتو په ترسره کولو سره د فراه د پرچمن ولسوالۍ د فاسک کلي اوسېدونکي ملا جليل چې مخکې له دې د فراه د صفر-۶ پوستې سرتېرى او له طالبانو سره يوحاى شوی و، ونيو.
د محب د څرګندونو له مخې؛ دغه سړى هغه وخت ونيول شو چې غوښتل يې يو دولتي کارکوونکى ترورکړي.
نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړىدى چې په فراه کې په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود.
ختم- ج –ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا