امنیت

يو زرو دوه سوه تنه هوسا ځوانان دملي اردو په ليکوکې جذب شول .

٢٦-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

   يو زرو دوه سوه تنه داوطلب ځوانان   له پوځي زده کړو وروسته د ملي اردو په قطعاتو  کې جذب شول .

 دغه ځوانان دپکتيا ولايت په تعليمي مرکز کې له دوه مياشتنيو تعليمي زده کړو  وروسته نن فارغ شول .

 د ٢٠٣  تندر قول اردو درستيز وال بريد جنرال  عبدالروف  تاج دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه ځوانان  ډير ژر دغزني ، پکتيا ، پکتيکا ،  او دخوست دولايتونو په بيلابيلو  سيمو کې  دملي اردو دليکوپه پياوړتيا کې  موظف کيږي .

   بريد جنرال تاج وويل : دغه ځوانان په هغو  زده کړو سره  چې کړي يې دي کولاي  شي دهيواد په دفاع او دامنيت په  تامينولو کې اغيزمن رول  ولوبوي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا