خبرونهامنیت

يو ماين ښخوونکى طالب په قندهار کې ووژل شو

کابل/ د مرغومي٥مه / باختر

يو ماين ښخوونکى طالب قندهار کې د پوځيانو په ډزو کې ووژل شو.

دغه وسله وال طالب غوښتل نن د دامان ولسوالۍ په يو سړک کې ماين ځاى پرځاى  کړې چې د پوځيانو له لورې پرې ډزې  وشوي او ووژل شو.

د قندهار د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر باخترآژانس ته وويل؛  په دې ډزو کې يوازې ماين ښخوونکى طالب ووژل شو.

پوليس وايي دغه وسله وال طالب غوښتل د دغه ماين په ښخولوسره ملکيانو ته خونړۍ پيښه رامنځته کړي ، خو بريالى نه شو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا