امنیت

يو ماين ښخوونکی په ميدان وردګو کې ووژل شو

۳۱- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو قوماندان تېره شپه د ميدان وردګو په سيدآباد ولسوالۍ کې ووژل شو او دوه نور طالبان ټپيان شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د وسله والوطالبانو دغه قوماندان کله يې چې غوښتل د ميدان وردګو د سيد آباد ولسوالۍ په تاج بيګي ساحه کې يو ماين ښخ کړي، په هوايي بريد کې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په هوايي بريد کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.
ختم- ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا