امنیت

يو پوليس په قندهار کې ووژل شو

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
يو پوليس په قندهار کې د بم په چاودنه کې ووژل شو او څلور نور یې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ بم د ژيړي ولسوالۍ بازار ته څېرمه په يوه موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوی و او پرون ناوخته هغه وخت وچاودېد چې د پوليسو ګزمه له سيمې څخه تېرېده.
د قندهار د ژيړي ولسوالۍ امنيه قوماندان معصوم خان باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې يو پوليسو شهيد او څلور نوریې ټپيان شول.
د قندهار د يو روغتون ډاکټرانو د دوو ټپي پوليسانو روغتيايي حالت خراب بللى دى. تراوسه د دغې پېښې مسووليت چا نه دى منلی، خو سيمه ييز خبرځايونه یې وسله وال طالبان عاملین بولي.
پاى \ ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا