امنیت

يو ځانمرګي بريدګر په فراه کې ووژل شو

کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
پوليسو ځواکونو نن د فراه د انار درې ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ د يوځانمرګي بريد مخه ونيوله.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب د باختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانوپه چاوديدونکو توکو بار له يو هاموې ټانګ څخه په استفادې سره غوښتل چې د فراه د انار درې ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ بريد وکړي .
هغه زياته کړه د انار درې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو ځواکونو د دښمن له دغه نيت څخه خبر شول او په هاموې ټانګ يې بريد وکړ چې دغه ټانګ هدف ته له رسېدومخکې وچاوديد.
هغه وويل ځانمرګي يرغلګر ووژل شو.
د دغې پېښې جزييات وروسته خپرېږي.
ختم_ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا