امنیت

يو څارنوال په قندهار کې ترور شو

۳۸- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
په قندهار کې يو څارنوال د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ترور شو.
د ډنډ ولسوالۍ څارنوالۍ د تحقيق څارنوال محمد نبي مظلوم نن له غرمې مخکې په قندهار کې ووژل شو.
يرغلګر پر موټرسايکل سپاره وو او پر دغه څارنوال له ډزو وروسته وتښتېدل.
د قندهار يوه جګپوړي امنيتي مقام د دغه څارنوال وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې د پېښې د عاملينو د موندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
هغه وسله وال طالبان د دغه څارنوال د ترور مسوولين وبلل، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا