خبرونهښوونه او روزنه

يو ښوونځى په باميانو کې پرانیستل شو

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د باميانو په مرکز کې د يو لومړني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شو او پرون پرانیستل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د باميانو د پوهنې رييس ايوب اميري رسنيو ته وويل چې د باميانو ښار د سرخ قول کلي د لومړني ښوونځي ودانۍ د سيمې د خلکو په ۵ سلنې ونډې سره د هالند او سويس په مرسته دڅه دپاسه ١٤٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ اته درسي او څلور اداري خونې، د انګر دېوال، پارک او نور ضروري ملحقات لري.
ختم- ج- اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا