
کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
په زابل کې د هوايي بريد په بهيرکې ١٢وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه په شينکي ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې راټول شوي و چې د افغان ځواکونو پرپوستو يو لړ بريدونه طرحه کړي چې د هېواد د هوايي ځواکونوله خوا پرې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو د ډلې د دريو قوماندانانوپه ګډون ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې وسله وال طالبان په شينکي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر يو شمېر پوستو د بريدونو په طرحه کولوبوخت و ، چې پرې بريد وشو.
په دې هوايي بريد کې له ټولوجنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو پټنځى دړې وړى شوى دى .
وسله والوطالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم