خبرونهامنیت

١٦ وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
١٦ وسله وال طالبان په روزګان کې د وروستيو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه د دهراود او د خاص روزګان په ولسواليو او د ترينکوټ ښار ته څېرمه رامنځټه شوي دي .
د روزګان يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړو کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
هغه وويل: جګړې د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والوطالبانو له بريدونو وروسته ونښتې اوافغان ځواکونه هم د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ يرغلګرو ته غاښ ماتوونکي ځواب ووايه .
وسله والوطالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ دوه وسله وال طالبان په روزګان کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل په يوسړک ماين ښخ کړي ماين وچاوديد او دواړه يې ووژل.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا