امنیت

١٦ وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

٥- کابل /د لړم ٣٠مه /باختر
١٦ وسله وال طالبان په زابل کې له افغان ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د شهر صفا او د شينکي په ولسواليو کې هغه وخت رامنځټه شوې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پرپوستو بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نورټپيان شول.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا