امنیت

١٧ طالبان په روزګان کې ووژل شول

١٠- کابل /د لړم ٣٠مه /باختر
١٧ وسله وال طالبان په روزګان کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول او٨ نور وسله و ال طالبان ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانوتېره شپه د خاص روزګان او د دهراود په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرپوستو د يرغل په وخت کې له ځمکې اوهوا څخه بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې د وسله والوطالبانو د ډلې د دريو قوماندانانو په ګډون ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول او اته نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
په دې بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والوطالبانو دوه قرارګاوې هم دړې وړې شوي دي .
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا