خبرونهامنیت

١٧ طالبان په قندهار کې ووژل شول

٢٩- کابل / د لړم٢٨مه /باختر
١٧ وسله وال طالبان په قندهار کې د هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه د نيش او د ارغنداب ولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول.
د رارسيدلوخبرونوله مخې؛ په دغو وسله والوطالبانو د افغان ځواکونو د سپرلۍ پرکاروان او امنيتي پوستې د يرغل په وخت کې د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو دريمه لوا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريدونو کې ١٧وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ يو وسله وال طالب په قندهار کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.
دغه طالب نن سهار غوښتل د ميوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه په يو سړک ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد او هغه يې وواژه.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا