خبرونهروغتیا

٢١٣تنه نور په کرونا اخته شول

 کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر

د عامې روغتيا وزارت  نن په تېرو٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس د  ٢١٣ نويوپېښود ثبتولوخبرپه داسې حال کې ورکړ چې ١٨تنه نور په هېواد کې د دغې ناروغى له امله مړه شول.

د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛   د کرونا ويروس د ٢١٣ نويو پېښوپه ثبتولوسره په هېواد کې  په دغه ويروس  د اخته کسانو شمېر٤٨٧٥٣ تنوته ورسېد.

دغه راز په تېرو٢٤ ساعتوکې د ١٨ تنو په مړينې سره د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ١٩٣٩ تنوته  ورسېد او د روغو شويوکسانوشمېر ٣٨٢٢١ تنوته رسېدلى دى.

دغه راز د کابينې  د نويو پريکړې له مخې له دې وروسته د حکومت مشرتابه په اوونۍ کې دوه ورځې د يکشنبې اوچارشنبې په ورځو کې به  د کرونا د پراختيا د مخنيوي په اړه د عامې روغتيا له وزارت او د مسوولو بنسټونوسره  د تصميم نيونې غونډې وکړې.

دا په داسې حال کې ده  چې د کرونا ويروس د واکسين په اړه هيله مندکوونکى خبرونه خپرېږي.

ختم_ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا