امنیت

٢٩وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

٤٠- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د يوقوماندان په ګډون ٢٩ وسله وال طالبان تېره شپه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ووژل شول او ٣ نور يې ټپيان شول.
د ظفر قول اردو په يوه خبرپاڼه کې باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د پشت رود ولسوالۍ د دامان په لوړوسيمو په کلي کې د امنيتي اودفاعي ځواکونو پر پوستو د بريد په وخت کې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د ظفر قول اردو منسوبانو د وسايطو ضد ٥ ماينونه چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تګ راتګ په لاره ښخ کړي و کشف اوشنډ کړل.
په دغو عملياتو کې د دښمن يو فيلدر ډوله موټر او دوه موټرسايکلونه ويجاړ شوي دي.
ختم شکريه _ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا