امنیت

٤ ملکيان د ننګرهار په چاودنه کې ووژل شول

٣- کابل/ د لیندۍ ۲٤مه/ باختر
څلور ملکيان په ننګرهار کې د يو ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغه چاودنه پرون ماښام په خوږياڼيو ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې د ملکيانو د سپرلۍ موټر په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
په ننګرهار کې يو امنيتي خبرځاى وويل په دې چاودنه کې ٤ ملکيان ووژل شول.
هغه وسله وال طالبان د دغه ماين ښخولو عامل وبلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا