اقتصاد

ټريلري وسايط کولاى شي له شمال څخه جنوب ته د سالنګونو پر لويه لاره تېر شي

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د سالنګونو لويې لارې د ساتنې او څارنې مسوولین وايي چې يوازې ټريلري وسايط نن له شمال څخه جنوب ته او نور نقليه وسايط کولاى شي د له دواړو لورو د سالنګونو پر لويه لاره تګ راتګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست سرپرست عبدالبشير افغانزوی باختر اژانس ته وويل: يوازي ټريلري وسايط له شمال څخه جنوب ته او نور نقليه وسايط له دواړو لورو په ځنځير سمبال او د مقرراتو په رعايتولو سره پر دې لويه لاره تګ راتګ وکړي.
هغه زياته کړه: په هغه صورت کې چې له شمال څخه جنوب ته د ټريلري وسايطو د تېرېدو بهير کم شي، له جنوب څخه به هم دغه لويه لاره د ټريلري وسايطو پرمخ خلاصه وي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا