امنیت

پاکستان ته د نشه يي توکو د قاچاقو مخه ونيول شوه

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
پاکستان ته د نشه يي توکو د يو انډي د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د ننګرهار پوليسو يو تن چې غوښتل يې سلګونه کيلوګرامه شيشه او هيروئين پاکستان ته قاچاق کړي، ډيورنډ کرښې ته څېرمه له دُربابا ولسوالۍ څخه ونيو.
نيول شوي کس د نشه يي توکو بستې په ماهرانه ډول په يو موټر کې ځاى پرځاى کړې وې.
په ننګرهار کې يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي کس پاکستان ته د نشه يي توکو پر قاچاقو اعتراف کړى دى.
د يو بل خبرله مخې:
په ننګرهارکې ١٦ کسان په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په شک ونيول شول.
پوليس وايي چې پر یادو کسانو د غلا، انسان تښتونې، شوکمارۍ، د نشه يي توکو د قاچاقو او د غيرقانوني وسلو د ګرځولو تور لګولو شوی دی.
دغه کسان په تېرو ٢٤ساعتو کې د ننګرهار له مرکز او ولسواليو څخه نيول شوي دي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا