نړۍ

پاکستان يو ديرش هندي کب نيونکي ونيول .

پاکستان يو ديرش  هندي کب نيونکي   نيولي او دعربو په سمندرګي  يې دهغوى دکب نيوني  څوارلس   بيړي ضبطي  کړي دي .

 دغه کب نيوونکي پرون دپاکستان  دسمندري امنيت داداري له خوا  ونيول شول .

  په هغې  وينا کې چې  دپاکستان  دسمندري امنيت داداري له خوا  خپره شوه ويل شوى دى چې هندي کب نيوونکي  دکب  نيوني په څوارلسو  بيړيو  سره دپاکستان داوبو  حريم ته ننوتي وو .

 هند او پاکستان په پرله پسې ډول ديوبل په کب نيوونکو ، دعربو په سمندرګي کې خپلو  اړوندوحريمونو ته ننوتو تور لګوي. درواني مياشتې په لومړيو  وختو کې  پاکستان ١٧٩ تنه نيول شوي  هندي کب نيوونکي  ازاد کړل .  ختم_ ب _ اکرم

٣٣-کابل باختر دسلواغي  دويمه

  دمولوي سيد الرحمن دمړينې په مناسبت دکانونو دوزير  د ډاډګيرنې پيغام .

  په ډيري خواشينۍ سره مي خبر ترلاسه کړ چې دهيواد يو علمي او روحاني شخصيت او دافغانستان دملي شورا غړي مولوي سيدعبدالرحمن وفات شو .

 ددغه عالم مرينه يو ستره ضايعه بولم او دځان او دکانونو وزارت دمشرتابه  له خوا دافغانستان ټول مجاهد اومسلمان ملت او دده کورنۍ ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوم او دلوى خداى ( ج )   له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا