خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

پر خبریالانو برید، د ترهګرۍ تر ټولو کرغېړنه بڼه ده

کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر

په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون خبریالې او ویاندې ملالې میوند پرون د وسله والو په برید کې ژوند بایلود. پر دې هغه مهال برید وشو چې دندې ته روانه وه او موخه یې دا وه چې خلکو ته رښتیني خبرونه وړاندې کړي اوهغوی پرپېښو خبر کړي. پر خبریالانو برید د ترهګرۍ تر ټولو کرغېړنه بڼه ده.

د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:  داسې ښکاري چې د افغانستان         د سولې او ثبات دښمنانو کوښښ پیل کړی دی چې خبریالان په نښه کړي او د دوی غږ چوپ کړي. څه موده وړاندې په کابل کې پر یما سیاوش چې پخوا یې په یو خصوصی ټلویزیون کې سیاسي پروګرامونه پر مخ وړل، برید وشو او ده په کې ژوند بایلود. بیا په هلمند کې پر الیاس داعي برید وشو او دی په کې په شهادت ورسېد او پرون هم پر ملالې میوند برید وشو. ملاله میوند یوه خبریاله وه او دنده یې دا وه چې خلکو ته د پېښو په اړه رښتینی خبرونه ورسوي او هغوی د پېښو پر واقعي وضعیت خبر کړي. خبریال تل بې پرې او بې طرفه وي، هغه په شخړه کې د یولوري خوا هم نه نیسي؛ بلکې تل بې پرې دریځ لري. هغه ته خپل مسلک یانې ژورنالیزم او د دغه مسلک اخلاق، اصول او ارزښتونه د دې اجازه نه ورکوي چې سترګې پټې کړي، تور سپین او سپین تور کړي. تورول او سپینول د خبریال کار نه دی. د خبریال کار، دنده او مسوولیت دا دی چې خلکو ته د پېښو په اړه رښتیني، هراړخیز او بې پرې خبرونه او رپوټونه خپاره کړي. دا خلک دي چې بیا قضاوت کوي او یو تور ګڼي او بل سپین، یو ملامت او بل سلامت.

هغوی چې پرخبریالانو برید کوي، په حقیقت کې نه غواړي چې تور او سپین معلوم شي، ملامت او سلامت معلوم شي او خلک د پېښو پر رښتینی وضعیت خبرشي او د دغه وضعیت پر بنسټ قضاوت وکړي. دوی غواړي خلک په تیاره کې وساتل شي، پټې سترګې وساتل شي او له پېښو بې خبره پاتې شي؛ نو ځکه پر خبریالانو برید کوي، پر هغه چا برید کوي چې ټولو ته خبرونه رسوي او بله هېڅ ګناه نه لري. پر خبریالانو برید په حقیقت کې د بیان پر آزادۍ  برید دی،  پر بشري حقونو برید دی او دا د هغه چا کار دی چې غواړي دا هېواد او دا ملت په تورتم کې پاتې شي، رڼا ونه ګوري، پر واقعیتونو خبر نه شي، د ملامت او سلامت، تور او سپین تر منځ توپیر او تفکیک ونه کړای شي.

پر خبریالانو بریدونو داسې مهال زور اخیستی دی چې د سولې لپاره کوښښونه  تر پخوا ډېر منسجم او همغږي شوي دی. ترهګرې ډلې او کړۍ نه غواړي دا کوښښونه بري ته ورسېږي او په افغانستان کې سوله بسیا شي. دوی نه غواړي د سولې لپاره په افغاني ټولنه کې ذهنیتونه مساعد شي او په دې اړه کورنۍ اجماع لا غښتلې او پیاوړې شي؛ نو ځکه دوی پر خبریالانو بریدونه کوي او هغوی وژني. موږ د یو ژمن ملت په توګه دا مسوولیت لرو چې د ترهګرو د دغه راز کرغېړنو کوښښونو مخه ونیسو او هغوی ته اجازه ور نه کړو چې زموږ خبریالان ووژني. اړوندې ادارې باید په دې برخه کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوي او له امنیتی پلوه د خبریالانو لپاره د کار کولو ښه او ډاډمنه فضا برابره کړي. د خبریالانو دفاع په حقیقت کې د بیان آزادۍ دفاع ده او دا د ټولو ګډ مسوولیت دی.

ن.ش.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا