خبرونهامنیت

پنځلس تنه جنایی مجرمین په کابل کې ونیول شول

کابل / د لیندۍ / ۲۴ / باختر
پولیسو نن پنځلس تنه په کابل کې د جنایی جرمونو په تور ونیول .
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبریال ته وویل دغه کسان د وژنې ، ټپي کېدو . د غیر قانوني وسلو د لېږدونې . غلا ، د ځمکې د غصبولو ، د نشه یی توکو د پلورلو ، شوکمارۍ او له څارنوالۍ څخه د تښتې په تور د پنځمې ، اوومې ، لسمې ، یوولسمې ، پنځلسمې ، اوولسمې ناحیواو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې وپېژاندل شول او ونیول شول.
له نیول شویو کسانو درې تومانچې او یو کرولا موټر د پولیسو لاس ته ورغلی دی .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا