خبرونهامنیت

پنځلس طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

١٥- کابل / د مرغومي ۱۸ / باختر
پنځلس وسله وال طالبان په ننګرهارکې په هوايی برید ونو کې ووژل شول.
په دغو طالبانوتېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې په پټنځیوکې بریدونه وشول.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، طالبانوپه خپلوپټنځيوکې د پوځيانو پرپوستود بریدونولپاره چمتوکېدل چې دهوايي قواوو پرې بریدونه وکړل.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل باخترآژانس ته وویل په دغو هوايي بریدونوکې ۱۵ طالبان ووژل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ننګرهارکې د طالبانو پرپټنځيو بریدونه په دې وختوکې زیات شوي دي.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا