ټولنه

پنځه تنه په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

٢٤- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
د هرات – قندهار په لويه لاره کې په يوه ترافيکي پېښه کې ٥ تنه ووژل شول او څه ناڅه ١٠ تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښه نن سهار د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو مسافروړونکو موټرو په زيات ګړنديتوب سره له يوبل سره ټکر وکړ.
د هرات د ترافيکو يومسوول باختراژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پېښه کې ٥ تنه ووژل شول او څه ناڅه ١٠ تنه نور ټپيان شول.
ښځې او ماشومان هم د دغې پېښې په قربانيانو او ټپيانو کې شامل دي.
د هرات د يو روغتون ډاکترانو د دغې ترافيکي پېښې د ٤ ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي.
د موټرو د چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي د دغې ترافيکي پېښې اصلي علت بلل شوى دى .
خوموټر چلوونکي د واټونو خرابوالي او د دغو سړکونو جوړولو ته د دولت نه پاملرنه د دغه شان خونړيو ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو له علتونوڅخه بولي .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا