خبرونهامنیت

پنځه تنه په ننګرها کې د یو پانګه وال د ترور په تور ونیول شول

٢٦- جلال اباد / د لیتدۍ / ۲۲/ باختر
پولیس وایی چې پنځه تنه یی په ننګرهار کې د یوه پانګه وال د ترور په تور ونیول.
نیول شوي کسان تورن دي چې دوه ورځې مخکې یی یو سوداګر په حاجي تور مشهور عبدالحکیم يې وژلی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوول جنرال غلام سنایی ستانکزى د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د عارف شوکمار ډله د دغه پانګه وال په ترور مامور و.
عارف په داسی حال کې چې ټپي و، له څلورو افرادو سره یی د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شول.
نیول شویو کسانو د حاجي تور په ترور اعتراف کړي دي .
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغه شوکماره ډله له دغه پانګه وال څخه پیسې غوښتې وې کله يې چې ولېدل پیسې په کار نه دي هغه یی وواژه .
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا