امنیت

پنځه دېرش طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
په روزګان کې ٣٥ وسله وال طالبان په نويو جګړو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په ګيزاب او دهراوود ولسوالیو او ترينکوټ ښار ته څېرمه رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په جګړو کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپيان شوي دي.
دغه قول اردو وايي چې دغه جګړې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته رامنځته شوې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبرله مخې: پوځيانو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٣ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنه مخه ونيوله.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا