خبرونهامنیت

پنځه سوه پوځيانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

٣٧- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د ملي اردو پنحه سوه تنه سرتيري، بريدملان اوافسران د پوځي مهارتونو له زده کړې وروسته نن د ګډو محاربوي تعليماتو له قوماندانۍ څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ګډو محاربوي تعليماتو د قوماندانۍ سرپرست ډګروال عبدالظاهر بارز باختراژانس ته وويل دغو ځواکونو د بنسټيزو زده کړو په دوره کې له بېلابېلو وسلو څخه د استفادې لپاره لازم مهارتونه او جګړه ييز تکتيکونه زده کړل او اوس په بشپړه توګه چمتو دي چې د ملي اردو په قطعاتوکې خدمت ته شامل شي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا