ټولنه

پنځه سوه کورنيو د ملي دسترخوان له مرستو څخه ګټه واخيسته

٢٨- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
په کندز کې په ٥٠٠ بې وزلو کورنيو د ملي دسترخوان د پروګرام مرستې نن پيل شوې .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د ملي دسترخوان د پروګرام مرستې د کندز ښار د ناقلانو د کلي په ٥٦٣ بې وزلو کورنيو وويشل شوې .
ويل کېږي په دغو مرستوکې هرې کورنى ته ٥٠ کيلوګرامه اوړه، ١٠ ليتره غوړي، ٧ کيلولوبيا او صابون په پام کې نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ن٩٠ سلنه هغه کورنۍ چې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله زيانمن شوي دي له موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره په هغوى خوراکي توکي ويشل کېږي.
ختم_ ج =ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا