خبرونهامنیت

پنځه طالبان د قندهار په پنجوايي کې ووژل شول

٣٧- کابل / د لیندی ۱۸ / باختر
پنځه وسله وال طالبان نن د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې له امنیتي خواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل:
تروریستو طالبانو د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ملي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول د جګړې په پایله کې ۵ طالبان ووژل شول او د دوی یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا