امنیت

پنځه طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په ګيزاب ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو د روزګان د ګيزاب ولسوالۍ پر امنيتي او دفاعي ځواکونو د بريد نيت درلود چې پرې هوايي بريد وشو او په  پايله کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور یې ټپيان شول.

په هوايي بريد کې د دښمن يوه سمڅه او دوه پټنځايونه له جنګي وسايلو سره یې له منځه يوړل شول.

پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا