امنیت

پنځه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل د لړم ۲۴ باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون مازیګرپه فاریاب کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باخترآژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په صحرايي قلعه کلي کې له دفاعي او امنیتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
رضايي زیاته کړه چې وژل شوي کسان په فاریاب کې د طالبانو د پوځي کمېسيون د مسوول مخدوم عالم افراد وو.
پای- ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا