خبرونهامنیت

پنځه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

٤٧- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
٥ وسله وال طالبان نن سهار په فارياب کې د پوځيانو په کمين کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل يوشمېر وسله والو طالبانو غوښتل د دغه ولايت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د غذاري په کلي کې پرامنيتي اودفاعي ځواکونو د بريد نيت درلود چې د پوځيانوله کميڼ سره مخ شول.
رضايي زياته کړه په دې پېښه کې ٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور تپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې پرون مازيګر د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د صحرايي په کلي کې پنځه وسله وال طالبان له افغان ځواکونوسره په جګړه کې وژل شوي و .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا