امنیت

پنځه پوليسان په پروان کې شهيدان شول

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د کابل – پروان لويې لارې پنځه پوليسان تېره شپه د چاريکارو ښار د عبدي باى کلي د شهيدانو غونډۍ په ساحه کې د ماين په چاودنه کې شهيدان شول.
د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمد صادق هاشمي باختر آژانس ته وويل چې دغه پوځيان د ګزمې په حال کې وو او هغه وخت شهيدان شول چې د دوى د سپرلۍ موتر د پروان د مرکز عبدي باي کلي د شهيدانو غونډۍ په ساحه کې په ماين وخوت.
هغه وويل چې په دې چاودنه کې د لويې لارې د پوليسو د قوماندان په ګډون پنځه پوليسان شهيدان شول.
هغه زياته کړه چې ماين وسله والو طالبانو ښخ کړى و.
ختم-ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا