امنیت

پنځوس تنه نوي پوليس په دندو وګومارل شول

کابل باختر دسلواغي  اتمه

  پنځوس تنه ځوانان چې دمزارشريف  _ دره صوف  سړک  د پروژې دامنيت دتامينولو  په خاطر دملي پوليسو  له ليکو سره  يوځاى شوي وو له مسلکي زده کړې وروسته  په دندو وګومارل شول .

  دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت  آمر سمونمل مصدق الله مظفري  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، ددغه ولايت دکوز دره صوف  ولسوالۍ پنځوس تنه ځوانان چې نوي دملي پوليسو په ليکو کې  جذب شوي وو دوى دتشکيل له مخې  دنده لري چې دسړک  دقير کولو  دستري پروژې  امنيت چې دکوريا د  سم ون شرکت له خوا دوام لري . تامين کړي .

   مظفري   وويل: ديرش تنه ځوانان په پنځو زيان منونکو  سيمو کې چې امنيتي پوستې جوړې شوي دي ځاى پرځاى کيږي او شل تنه نور يې دګزمي  او ددغې کمپني دانجنيرانو  او کارګرانو دامنيت دتامينولو په خاطر په بيلابيلو سيمو کې ګومارل کيږي .

 له بله پلوه ددغې قوماندانۍ دتعليمي  تولي قوماندان سمونيار  قربان نظر وايي دغه ځوانان په يوه مياشت کې  دعسکري په بيلابيلو  برخو له  دې جملې څخه دجم نظام ، دوسلود تخنيک ، دپهره داري اوګزمي  دوسايطو  دپلټنې ، دعامه تاسيساتو دساتنې ، دپوليسو او د بشر دحقوقو دقانون په برخو کې دمجربو ښوونکوله خوا په عملي او نظري  ډول زده کړې کړي دي .  

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا